ژبه

د افغان ځواکونو د لس ميليارده افغانيو په ارزښت تېل غلا شوي

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د امريکا د سرمُفتش ادارې سيګار په يوه تازه راپور کې ويلي چې د افغان ځواکونو د لس ميليارده افغانيو په ارزښت تېل غلا شوي دي.

سيګار پرون د جمعې په ورځ په خپل دغه تازه راپور کې کښلي چې په افغان ځواکونو کې د تېلو غلا پر يو ګـټور کاروبار بدل شوى دى.

په دغه راپور کې راغلي چې لږ تر لږه د ١٥٤،٤ ميليونه ډالرو (څه باندې لس ميليارده افغانۍ) په ارزښت له افغان او امريکايي ځواکونو څخه غلا شوې ده.

د سيګار په دغه راپور کې اندېښنه څرګنده شوې ده چې د تېلو د غلا له دغو پیسو ښایي ترهګرو ګټه پورته کړې وي.

د سيګار موندنو ښودلې ده چې د امريکا د دفاع وزارت له ٢٠٠٨ زېـږديز کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پورې شاوخوا ١٠،٦ ميليونه لېتره تېل د افغانستان د پوځي عملياتو لپاره ورکړې چې ټول ارزښت يې ١٣ ميليارده ډالره کېږي.

د امريکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د افغان امنيتي ځواکونو د تېلو کلنى  لګښت نږدې ٥ ميليونه لېتره اټکل شوی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.