ژبه

“په شمال کې مو داعش ډلې ته تاکتیکي ماته ورکړې ده”

کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧): په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې په شمال کې يې داعش ډلې ته تاکتيکي ماتې ورکړې ده.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه په شمال کې داعش ډلې ته ډېره مرګ ژوبله اړولې او لويه ضربه يې ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې چې تېره اوونۍ امريکايي او افغان ځانګړو ځواکونو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د يوې دقيقې بمبارۍ په ترڅ کې د داعش ٢٢ وسله وال ووژل.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه عمليات په ياده ولسوالۍ کې د داعش ډلې د قوماندان قاري حکمت الله تر وژل کېدو شپږ ورځې وروسته ترسره شول.

امريکايي ځواکونو ويلي چې د روان زېږدېز کال له پيل راهيسې افغان او امريکايي ځواکونو په جوزجان ولايت کې پر داعش وسله والو فشار زيات کړى، د هغوى مشرتابه يې له منځه وړې او سيمې يې هم ورته محدودې کړې دي.

په خبرپاڼه کې داعش وسله والو ته ګواښ شوى، که چېرې له دې ډلې سره پاتې شي؛ نو د خپلو مشرانو او وژل شوو وسله والو له برخليک سره به مخ شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې ٩٠ وسله وال وژل شوي دي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي چې د افغان او امريکايي ځواکونو په وروستيو عملياتو کې داعش ډلې ته تاکتيکي ماتې ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړې: ((ځيني پخواني طالبان به له داعش سره وفاداري اعلان کړي، خو دوى بايد پوه شي چې داعش ډله اوس منزوي شوې او له ماتې سره مخ ده، هغوى اوس په دفاعي حالت کې دي او ګټلى یې نه شي.))

امريکايي ځواکونو ويلي چې په شمال کې د داعش نوى قوماندان مولوي حبيب الرحمن له طالبانو او د ازبکستان اسلامي تحريک له ډلې سره اړيکې او تړاو درلودل.

login or register a new account.