کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٧): د ايراني مذهبي مشر ايت الله خامنه اي په عراق او سوريه کې د وژل شوو هزاره افغانانو ستاينه کړې ده.
د نړيوالو او ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، په تېرو څو کلونو کې له ايرانه د پيسو په بدل کې زرګونه هزاره افغانان د عراق او سوريې جګړو ته لېږل شوي چې د دغو هېوادونو د حکومتونو په ملاتړ له وسله والو مخالفينو سره وجنګېږي.
د راپورونو له مخې، په دې جګړو کې تر اوسه شاوخوا ٨٠٠ هزاره افغانان وژل شوي دي.
ايراني رسنيو د وري په ٢٩مه خبر ورکړى چې د دغه هېواد مذهبي مشر ايت الله خامنه يي په مشهد ښار کې د هغو افغانانو له کورنيو سره ليدلي چې د سوريې او عراق په جنګونو کې وژل شوي دي.
خامنه يي زياته کړې، ده هر وخت د سوريې او عراق په جګړو کې د جنګېدونکو افغانانو او په ځانګړې توګه د هزاره وو ستاينه کړې او ترې خوښ دى.
هغه ويلي: ((د هزاره افغانانو د مدرسو شاګردان له موږ سره ډېره مينه لري، زه له کلونو راهيسې دوى پېژنم او ورسره اړيکې لرم.))
د ايران مذهبي مشر وايي چې دغه هزاره افغانان په عراق او سوريه کې له مذهبي سيمو او زيارتونو دفاع کوي او د داعش ترهګرې ډلې پر ضد جنګېږي.
نوموړي زياته کړې چې د افغانانو دغو سرښندنو ته درناوى لري او په اسلام کې دا ډول سرښندنې ډېرې کمې ليدل شوې دي.
د خامنه اي په وينا، په سوريه کې جنګېدونکي هزاره افغانان خپله مذهبي دنده ترسره کوي، په سخته جګړه کې برخه اخلي او په پاى کې قرباني ورکوي.
د يادونې ده، د لشکر فاطميون په نامه د ايران د ځانګړي سپاه پاسداران ځواک عراق او سوريې ته دغه هزاره افغانان د پيسو او نورو امتيازاتو په بدل کې لېږي.
تېر کال د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق هم په ايران کې د دغو وژل شوو کسانو په درناوي جوړه شوې غونډه کې ګډون کړى و او دغه کار يې ستايلى و چې د افغانستان د حکومت له خوا له سخت غبرګون سره مخ شو.
د ولسي جرګې پخوانى وکيل او د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر نجيب الله کابلي پرون په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د تبيان په نامه يو مرکز ځوانان جګړو ته استوي او هغه ليک يې هم رسنيو ته وښود چې په ترڅ کې يې افغان ځوانان لومړى ايران او بيا عراق او سوريې ته د جګړو لپاره ليږي.
login or register a new account.