ژبه

امارات د افغانستان د لويو بنسټيزو پروژو برخه کې همکاري کوي

کابل (پژواک،٣٠ ورى ٩٧):د متحده عربي اماراتو داقتصادي پراختيا يوې ادارې د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو برخه کې  له افغانستان سره دهمکاريو ژمنه وکړه.

د پراختيا لپاره دمتحده عربي اماراتو د ابوظبۍ صندوق د افغانستان د زېربنايي او لويو پروژو څخه د ملاتړ په موخه يو ورکشاپ جوړ کړى و چې په کې د عربي هېوادونو پراختيايي ادارو ګډون کړى و.  

د يادې ادارې له خوا د وري په ٣٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ورکشاپ کې د متحده عربي اماراتو د چارواکو ترڅنګ د زېربناوو، بشري سرچينواو ټکنالوجۍ په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار ډاکټر قيومي په مشرۍ افغان پلاوي هم ګډونوال و.

د پراختيا لپاره د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ صندوق مشر محمد سيف الصوايدي وويل، چې دا ډول پروګرامونو او ورکشاپونو سره به افغانستان وکولى شي چې په ټولو برخو کې اقتصادي او پراختيايي هدفونه ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه چې متحده عربي امارات له افغانستان سره په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دى، څو دغه هېواد وکولى شي اقتصادي ننګونو ته ځواب ووايي.

 نوموړي دغه راز وويل چې امارات په افغانستان کې ددوامدارې او تلپاتې اقتصادي پراختيا لپاره هر ډول همکارۍ ته تيار دى.

د اماراتو د يادې ادارې مشر وايي چې دوى له ١٩٧٧راهيسې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړې دي او په کليدي پروژو کې يې برخه اخيستې ده.

په زېربنايي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر قيومي د پراختيا لپاره د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ صندوق څخه مننه وکړه چې تل يې له افغانستان سره همکاري کړې ده.

د هغه په وينا، د اماراتو دا اداره يو له هغو لومړنيو ادارو څخه ده چې له افغانستان سره يې په داسې پروژو کې مرسته کړې چې د خلکو ژوند کې يې بدلون راوستى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغې ادارې له ١٩٧٧ کال راهيسې د افغانستان په ١٤ لويو پروژو کې ١،٢ ميليارده درهمه مرسته کړې ده.

دا ورکشاپ په داسې حال کې جوړ شوى چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په اړه يو لوى اقتصادي نړيوال کنفرانس هم جوړ شي.

login or register a new account.