ژبه

د امريکا يوې محکمې د روسي طالب د عمري بند سزا تاييد کړه

کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٧) : د امریکا یوې محکمې د طالبانو هغه روسي وسله وال ته د عمري بند  سزا تايید کړه چې د افغانستان په خوست کې یې پر امریکايي ځواکونو د يوه بريد مشري کړې وه.

د امريکا غږ د راپور له مخې، پرون د ويرجینيا ایالت د استېناف محکمې ددغه روسي طالب ایریک حمیدولین د مدافع وکیل هغه غوښتنه ونه منله چې له هغه سره دې د جنګي تورن یا مجرم په څېر چلند وشي.

حمیدولین د طالبانو او حقاني شبکې سره په همکارۍ محکوم شوی دی،خو د هغه مدافع وکیل ټينګار کوي چې حمیدولین نظامي او جنګي اسیر دی چې باید یوه نظامي محکمه یې برخلیک وټاکي.

د ويرجينيا ايالت قاضیان وایي، دا خبره ځکه نه مني چې په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې جنګ نړیوال حیثیت نه درلود. قاضیانو وویل، نړیوال جنګ د طالب وسله والو پر ضد په جنګ بدل شوی و چې د نړیوال جنګ حیثیت یې له لاسه ورکړی و.

دا روسی طالب وسله وال تورن دی چې په ۲۰۰۹ زېږديزکال کې د افغانستان  په خوست ولایت کې د لیلاز په کمپ کې د افغان سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې یې د طالبانو د یو برید لارښوونه او مشري کړې وه.

امریکايي نظامیان وايي چې ددوى ځواکونو د ياد برید د مخنیوي لپاره له څرخي الوتکو ډزې کړې وې، خو بریدګرو پرې د الوتکو ضد توغندي توغولي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د حمیدولین شاوخوا ۲۰ وسله وال وژل شوي وو، خو دى ترې روغ وتلى و  چې بيا ژوندى ونيول شو.

حميدولين په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په یو زندان کې ساتل کېده چې محکمې څه موده مخکې د عمري بند په سزا محکوم کړ. پر هغه دا تور هم دی چې ترهګرو سره یې د تجهیزاتو مرسته کړې او د امریکايي ځواکونو د یوې الوتکې د وېشتلو هڅه یې کړې ده، هغه په همدې تورونو محکوم شو.

ایریک حمیدولین ويلي چې په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ سرتېری و چې بیا په ۱۹۸۹ کال کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شو او وروسته بیا طالب شو.

login or register a new account.