ژبه

نېکولسن: سراسري او رڼې ټاکنې ملي يووالي حکومت ته قانوني مشروعيت ورکوي

کابل (پژواک،٣٠ ورى ٩٧): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي چې خوندي، سراسري او رڼې ټاکنې ترسره کېدل د ملي يووالي حکومت ته قانوني مشروعيت ورکوي.

نوموړي دا څرګندونې د ښځو دامنيتي سلاکارانو څلورمې غونډې ته کړې دي چې د ملي دفاع وزارت له خوا په کابل کې جوړه شوې وه.

په کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت غوڅ ملاتړ له خوا د وري په ٣٠مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې دافغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني، د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکولسن، د ملګرو ملتونو د يوناما ددفتر د ټاکنو د څانګې مسوولينو او د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوندو استازو برخه اخيستې وه.

سرچينې زياته کړې،په دې غونډه کې د افغانستان پر راتلونکو ټاکنو او د افغانستان د ملي پوليسو د کورنيو په اړه بحث وشو.

د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکولسن يادې غونډې ته ويلي، چې په راتلونکې ميزان مياشت کې خوندي، سراسري او رڼې ټاکنې ترسره کېدل د ملي يووالي حکومت ته قانوني مشروعيت ورکوي .

هغه زياته کړه چې په پراخه کچه په دې ټاکنو کې برخه اخيستل به د افغانستان ددولت پر وسله والو مخالفينو يو ډول ټولنيز فشار هم راوړل شي.

د ناټو قوماندان وويل چې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ونډه او ګډون ډېر مهم او اړين دي.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولاغني وويل چې دوى په تېرو دوو اوونيو کې د خوښيو د دوو خبرونو شاهدان وو.

هغې زياته کړه چې د ښځينه پوليسو لپاره د ښار ګوتي جوړولو کار پرانيسته وشوه، او په نظامي روغتون کې د ښځو لپاره يوه ځانګړې څانګه جوړه شوه.

login or register a new account.