کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٧): افغانستان د سولې له بهیره د سیمه ییزو هېوادونو د ملاتړ په جلبولو کې له چین څخه د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
دغه غوښتنه د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په بيجنګ کې له خپل چيني سيال سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر، د چین ولسي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار او د حاکم ګوند د سياسي او حقوقي کمېسيون له مشر ګوو شینګ کون سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پر ټولو اړخونو خبرې وشوې او دواړو لورو د افغانستان او چین تر منځ د اوږدمهاله دوستانه اړیکو په پام کې نیول سره د افغانستان او سیمې د امنیت او ثبات په موخه پر یو لړ بېړنیو اقداماتو بحث وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په دې ليدنه کې ويلي، د سولې، ثبات او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ستراتیژیک مشارکت په چوکاټ کې یو لړ همکاریو ته باید چټکتیا ورکړل شي.
هغه د سولې په بهیر کې د چین له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او د سولې له بهیره د سیمه ییزو هېوادونو د ملاتړ په جلبولو کې يې د چین د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې دواړو لورو د یوې لارې یو کمربند پروژې پر اقتصادي اهمیت خبرې وکړې او اقتصادي همکاريو د پراختیا پر لارو چارو یې هر اړخیز بحثونه وکړل.
د چین د ملي امنیت سلاکار او د حاکم ګوند د سياسي او حقوقي کمېسيون مشر ويلي، هېواد يې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغان ځواکونو سره همکاریو ته پراختیا ورکوي.
نوموړي د دې تر څنګ د سولې په بهیر کې د خپل هېواد له هر اړخیزې مرستې، د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا او د اقتصادي او سوداګریزو چارو د دوام لپاره له چمتووالي څخه خبر ورکړ.
login or register a new account.