ژبه

منظور پښتین: څوک چې د خپل روا حق غوښتنه وکړي، د پاکستان پوځ یې وژني

کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٧): په کوزې پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، په پاکستان کې چې څوک د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي، پوځ یې شکنجه کوي، وژني یې او غږ ور بندوي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون له غرمې وروسته د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې د خپلو پلويانو يوې لويې غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه چې د پنجاب حکومت ورته د دې سوله ييزې غونډې اجازه نه ورکوله، د شپې له خوا يې يو شمېر مرکزي مشران بندي کړل، خو سهار ته يې بېرته خوشي کړل.

پښتين وويل چې حکومت د غونډې په ځاى کې مردارې اوبه هم خوشې کړې وې چې د دوى د پلويانو له خوا ساحه بېرته پاکه او غونډې ته چمتو شوه.

نوموړي د پاکستان پر رسنيو هم کلکې نيوکې وکړې چې د دوى د مخالفينو هر ډول تورونه او ادعاوې خپروي، خو دوى ته د سپيناوي لپاره يوه دقيقه وخت هم نه ورکوي.

د يادونې ده، له کله راهيسې یې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي اېم سوله ييز حرکتونه پيل کړي، د پاکستان رسنۍ يې له خپرولو ډډه کوي، ويل کېږي چې د دغه بندیز تر شا د پاکستان پوځ دى.

منظور پښتين د لاهور غونډې ته په خپله وينا کې د پاکستان پر پوځ غږ وکړ چې نور بايد د ظلمونو لړۍ بنده کړي او دوى ته دې خپل حقوق ورکړل شي.

هغه زياته کړه چې د پاکستان پوځ د پيسو لپاره خپل خلک وژني، پر نورو هېوادونو يې خرڅوي، خو کله چې څوک د دې پر ضد غږ پورته کړي، نو بيا پرې د غدار او جاسوس ټاپه لګول کېږي.

د يادونې ده، د پاکستان د ولسي جرګې يوه کمېسيون هم څو ورځې مخکې ويلي وو چې پخواني ديکتاتور ولسمشر جنرال مشرف له څلور زره زيات کسان پر امريکا او نورو هېوادونو د ډالرو په بدل کې خرڅ کړي دي.

خو منظور پښتين وويل: ((موږ به چنده وکړو، پيسې به راټولې کړو او حکومت ته به يې ورکړو، خو خرڅ شوي کسان دې بېرته را وغواړي، نه دې خوشي کوي، که مجرم يې زندان ته دې واچوي، خو په همدې هېواد کې.))

د لاهور د موچي دروازې دغې لويې غونډې ته د پښتنو تر څنګ د پنجاب ګڼ شمېر ځوانان او مدني فعالان هم ورغلي وو او د پاکستان د پوځ پر ضد يې شعارونه ورکول.

دغه راز د غونډې ګڼ شمېر ګډونوالو د خپلو کورنيو د هغو غړو عکسونه راوړي وو چې نادرکه شوي او د استخباراتي ادارو له خوا وړل شوي دي.

login or register a new account.