کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٧): د ترکمنستان ولسمشر وړانديز کړى چې د يوه بې پلوه هېواد په توګه چمتو دي چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغان سولې د خبرو کوربه توب وکړي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان علي بدري محمدوف چې ازبکستان ته په يوه رسمي سفر تللى، يادې څرګندونې په تاشکند ښار کې خبريالانو ته کړې دي.
هغه زياته کړې، ترکمنستان چې يو بې طرفه هېواد دى، چمتو دى چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره سياسي دفتر لپاره ځاى ورکړي.
نوموړي ويلي چې هېواد يې په ګڼ شمېر نړيوالو موضوعاتو له ازبکستان سره ګډ دريځ لري.
محمدوف زياته کړې چې دواړه هېوادونه د نړيوالې ترهګرۍ، سخت دريځۍ پر ضد مبارزه او د افغانستان سولې او ثبات لپاره هم په ګډه کار کوي.
د ترکمنستان د ولسمشرۍ له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه هېواد ولسمشر په تاشکند کې له ازبکستاني مشرانو د افغانستان پر وروستيو امنيتي او سياسي حالاتو، هم په تفصيل سره خبرې کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو پر ټاپي پروژې، د برېښنا پروژو او د اورګاډي پټلۍ پر پروژو هم خبرې کړې دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د افغانستان او ترکمنستان اړيکې پياوړې شوې او ولسمشر په تېر يوه کال کې دوه ځلې دغه هېواد ته سفر کړى دى.
login or register a new account.