ژبه

هند د افغانستان د سولې په اړه له ټولو پروسو او ميکانيزمونو ملاتړ کوي

کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٧): هندوستان وايي چې دوى د افغانستان د سولې په اړه له ټولو پروسو او مېکانيزمونو ملاتړ کوي.

دغه څرګندونې د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج د غويي په ٤مه د چين په پلازمېنه بيجنګ کې د شانګهاى سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې کړې دي.

نوموړي په خپله وينا کې د سيمې پر اقتصادي، سياسي، امنيتي او ټولنيزو موضوعاتو رڼا واچوله او د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې يې ټينګار وکړ.

نوموړې د افغانستان يادونه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان سوله او ثبات د شانګهاى سازمان د ټولو غړو هېوادونو او سيمې د امنيت او ثبات لپاره اړينه ده.

مېرمن سوراج زياته کړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو يواځېنۍ لاره د خبرو اترو او ملي پخلاينې له لارې ممکنه ده.

خو د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې په ډاګه کړه چې دا ټوله پروسه بايد د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې ترسره شي.

هغې زياته کړه: ((موږ ټول بايد د افغان حکومت د سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ، د سولې دا پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.))

سوشما سوراج ويلي چې هندوستان د شانګهاى او افغانستان د اړيکو ګروپ، د مسکو مشورتي ناستو د افغانستان د سولې په اړه د ټولو پروسو او ميکانېزمونو ملاتړ کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع