ژبه

د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د افغانستان سولې پر بهیر خبرې کېږي

کابل (پژواک، ٥ غويى ٩٧): د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو پر دوامدارې همکارۍ او د سولې پر پروسې بحث کېږي.

په بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو و زيرانو د غونډې په اجنډا کې د افغانستان په اړه هم ځانګړی بحث کېږي.

سرچينې زياته کړې چې دا غونډه د راتلونکې جمعې ورځ (د غويي اوومه) د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مقر کې جوړېږي.

د ناټو ياد چارواکي وويل چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د روزنې غوڅ ملاتړ ماموريت ارزول کېږي.

د هغه په وينا، دغه راز غړي هېوادونه به يو ځل بيا له افغانستانه په امنيتي او مالي برخو کې د خپلو دوامداره همکاريو ژمنې وکړي.

سرچينه وايي چې د بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې به د افغانستان پر سولې، ملي پخلاينې او د افغانستان د حکومت پر اصلاحاتو هم خبرې کېږي.

ناټو زياتوي چې دوى به د افغانستان له ملي ځواکونو سره خپلو مرستو ته تر هغې دوام ورکوي څو دوى له نړيوالو ترهګرو سره سمه مقابله وکړى شي.

سرچينه وايي چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن او ملکي استازي کورنيليوز زميرمان هم ګډون کوي.

login or register a new account.