ژبه

طالبانو د “الخندق” په نوم نوي عمليات پيل کړل

کابل (پژواک، ٥ غويى ٩٧): وسله والو طالبانو په ټول هېواد کې د "الخندق" په نوم د نوو پسرلنيو عملياتو د پيل اعلان وکړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ٥مه په پنځو ژبو (پښتو، دري، انګليسي، عربي او اردو) په دې اړه خبرپاڼې رسنيو ته لېږلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد ځينې سيمې اوس هم د امريکا او د هغوى د متحدينو تر واک لاندې دي او د افغانانو له وژلو يې لاس نه دى اخيستى.

دوى ويلي چې د بهرنيانو پر ضد به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتيژۍ تر اعلان وروسته په افغانستان کې جنګونه او د ملکي خلکو تلفات زيات شوي دي.

طالبانو ويلي چې له نوې ستراتيژۍ سره امريکا د سولې هر ډول  امکانات سبوتاژ کړل او په افغانستان کې د جګړې پر سختولو او غځولو ټینګار کوي او د طالبانو د مذاکراتو دریځ ته يې منفي ځواب ووایه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په نوو عملياتو کې به لومړى  امریکايي ځواکونه او بيا يې پلويان په نښه کېږي.

په خبرپاڼه کې پر وسله والو طالبانو غږ شوى چې د (الخندق) عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو د ځان او مال خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اهدافو په نښه کولو کې له پوره احتیاطه کار واخلي.

د يادونې ده، طالبانو تېر کال د  منصوري په نامه عمليات ترسره کړل.

دا عمليات په داسې حال کې پيل شوي چې د افغانستان حکومت له قيد او شرط پرته طالبانو ته د سولې وړانديز کړى خو د هغوى له خوا تر اوسه مثبت يا منفي ځواب نه دى ورکړل شوى.

login or register a new account.