ژبه

هند: شانګهای سازمان دې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد یوه تګلاره تصویب کړي

کابل (پژواک، ٥ غویی ٩٧): هندوستان له شانګهاى سازمانه وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخ پر زياتېدونکو ګواښونو پر وړاندې يوه تګلاره تصويب کړي.

دغه څرګندونې د هندوستان د دفاع وزيرې مېرمن نرميلا سترمان د چين په پلازمېنه بجينګ کې د شانګهاى سازمان غونډې په دويمه ورځ کړې دي.

هغې پخ خپله وينا کې ژمنه وکړه چې هېواد به يې د افغان ملي دفاعي ځواکونو د ظرفيت په لوړولو کې خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي.

نوموړې ويلي چې د شانګهاي سازمان ټول غړي هېوادونه بايد د افغانستان سولې او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.

د هندوستان د دفاع وزيرې په خپله وينا کې د کابل د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پر مرکز هغه بريد پر کلکه وغانده چې په ترڅ کې يې له ٢٠٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

مېرمن نرميلا له شانګهاى سازمانه وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخ په زياتېدونکو ګواښونو پر وړاندې يوه تګلاره تصويب کړي.

د هغې په وينا، د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سيمې لپاره اړينه ده او که هلته سوله نه وي، ټوله سيمه ورسره خرابېږي.

د هند د دفاع وزيرې ويلي چې هېواد يې له افغانستان سره په اقتصادي او پوځي برخو کې خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکوي.

د يادونې ده، هندوستان د افغانستان هوايي ځواک ته څلور چورلکې ورکړې او ډېر ژر به څلور نورې چورلکې هم له بيلاروس څخه د افغانستان لپاره وپېري.

login or register a new account.

ورته موضوع