کابل (پژواک، ٥ غويى ٩٧): د بلوچستان په مرکز کوېـټه ښار کې درې پرله پسې ځانمرګي بريدونه شوي چې په کې شپږ پوليس وژل شوي او تر ١٥ زيات نور ټپيان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريدونه پر يو وخت پرون مازديګر ناوخته وشول.
سرچينې زياته کړې، دوو بريدګرو د کوېټې په ميا غونډۍ سيمه کې د ملېشه ځواکونو پر يوې پوستې بريد وکړ، خو په ځوابي بريد کې دواړه ووژل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نورو ځانمرګو بريدګرو د کوېټې د هوايي ډګر پر سړک د پوليسو پر يوه موټر بريد کړى چې له امله يې شپږ پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
خو د روغتون سرچينو ويلي چې دوى ته تر ١٥ زيات ټپيان ور وړل شوي چې په کې پوليس او عام وګړي شامل دي.
login or register a new account.