کابل (پژواک، ٦ غويی ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چې د سولې ستراتيژۍ تر څنګ له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتيژۍ د عملي کېدو کارونه هم پیل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر دغه څرګندونې د روسيې په سوچي ښار کې د لوړپوړو چارواکو درېيم امنیتي کنفرانس ته په خپله وينا کې کړې دي.
هغه زياته کړې چې نا امني د ټولو لپاره ګډ ګواښ دی، دا یوازې د یوه هېواد لپاره نه ده، بلکې د ټولې سیمې او په پراخېدو سره یې نړیوالې ټولنې ته سرخوږی دی.
اتمر ويلي، دا نا امني درېيو ډلو رامنځته کړې، سخت دریځي او افراطیت چې د نړیوالو ترهګرو ډلو له لوري رامنځته شوي. جرمي اقتصاد چې نړیوالې جرمي ډلې په کې دخیلي دي، دوی د نشه يي توکو ، انسانانو او وسله والو قاچاق کوي. درېیم عنصر یې د ترهګرو ډلو ملاتړي دولتونه دي چې بهرنۍ پالیسیو کې یې ورته ځای ورکړی.
د نوموړي په وينا، دا ډلې او عناصر د ټولو کورني امنیت، ملي ګټو او اقتصاد ته ګډ ګواښ دى.
اتمرزياته کړې: "زه باید د دغه ګواښ په تړاو تاسې ته ووایم، انساني قاچاق له افغانستانه سیمې ته کېږي خو د وسلو قاچاق له سیمې افغانستان ته، دا نړیوال جرمي سازمانونه کوي. نو مهمه ده چې د دغو سازمانونو پر وړاندې د موثرې مبارزې لپاره د سیمې په کچه ستراتيژۍ ولرو."
د هغه په وينا، دغه سازمونو په خپلو منځونو کې نږدې اړیکې سره لري، دوی یو بل ته اړتیا لري. د دغو ډلو تر منځ داسې پالیسۍ شته چې په ښه او بد وېشل شوې چې دا یوه ننګونه ده.
خو اتمر زياتوي، له بده مرغه چې دا ګروپونه خپلې وړتیاوې لوړوي، لامل یې دا دی چې په سیمه يیزه کچه ورته ځواب نه دی ویل شوی او نړیواله همکاري نه ده راجلب شوې چې دا شبکې ماتې شي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ويلي چې دوى د ترهګرو پر وړاندې مبارزې لپاره پر دوو ستراتيژیو کار پیل کړی چې دواړه عملي کېږي، یوه ستراتيژي د سولې او بله هم د ترهګرۍ ضد مبارزه ده.
د هغه په وينا، د سولې پالیسي د ولسمشر اشرف غني له لوري دوه مياشتې مخکې اعلان شوه، طالبانو ته په کې د سولې وړاندیز شوی دی.
اتمر وايي: "موږ کولای شو چې له طالبانو سره سوله وکړو؛ ځکه دوی افغانان دي، خو موږ له بهرنیو جنګیالیو سره سوله نه شو کولای؛ ځکه دوی افغانان نه دي، نو موږ د دې ستونزې د حل لپاره پر اغېزمنې پالیسۍ جوړولو کار کړی، د ترهګرۍ ضد مبارزې ستراتيژي د سولې ستراتيژۍ ملاتړ کوي."
هغه زياته کړه چې د ترهګرۍ ضد ستراتيژۍ عملي کېدو کار پیل شوی، هغوی چې د افغانستان له جګړې اندېښنه لري، ډاډه دې اوسي چې دوى یوازې د افغانستان د دفاع نه، بلکې د ټولو د خوندیتوب لپاره په جګړه بوخت دي.
login or register a new account.