ژبه

د ترهګرۍ او جرمي اقتصاد پر ضد پر ګډو اقدامات ټينګار وشو

کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٧): د ملي امنيت سلاکار له خپل ترکي، ايراني او بلاروسي سيالانو سره ليدنه کې د ترهګرۍ او جرمي اقتصاد پر ضد پر ګډو اقداماتو خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د روسيې په سوچي ښار کې د لوړپوړو چارواکو د درېيم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران، ترکيې، بلاروس او يو شمېر نورو هېوادونو له مسوولينو او د ملي امنيت له سلاکارانو سره وليدل.

هغه زياته کړه، د ايران د ملي امنيت له سلاکار سره په لیدنه کې دواړو لورو په سیمه کې د روان امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالت پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او د بهبود په موخه یې خپل نظرونه تبادله کړل.

د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ويلي چې په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه، د نشه یي توکو تولید او قاچاق او سازمان شوي جرمونه هغه ګواښونه دي چې سیمې او نړۍ ته يې ستراتیژیک خطرونه متوجه کړي دي.

نوموړي د ګډو ګواښونو د تعریف او له منځه وړلو په موخه د سیمې هېوادونه مشترکو او پر هدف ولاړو همکاریو ته را وبلل.

اتمر د سولې په بهیر کې د ایران د سیاسي مشرتابه همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سیمې د ثبات لپاره اساسي حل لاره ده.

دواړو لورو همدارنګه د افغانستان او ایران تر منځ پر سوداګریزو او اقتصادي اړیکو هم خبرې وکړې او له شته فرصتونو یې د بشپړې ګټې اخیستنې په موخه لازم تصمیمونه ونیول.

د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني په سیمه کې د امنیتي او ترهګریزو ګواښونو په اړه د ملي امنیت سلاکار اندېښنې پر ځای وبللې او د دغو ګواښونو د له منځه وړو په موخه یې د هېوادونو تر منځ د ګډو او منسجمو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

هغه زياته کړه، هېواد یې چمتو دی څو د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ زیاتې کړي.

اتمر د ترکیې د ملي امنیت د سلاکار له مرستیال جنرال الپیر ایسیر سره په ليدنه کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې.

ملي امنیت سلاکار وویل چې افغان ځواکونه د دې تر څنګ چې له خپلو خلکو او ولس څخه دفاع کوي، د ترهګرو له ګواښونو څخه د سیمې او نړۍ د خوندیتوب په موخه د جنګ په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي.

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې ترهګر او په جرمي اقتصاد کې ښکېلې کړۍ د سیمې لپاره په خطرناک ګواښ بدلېدونکې دي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه یې باید په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.

login or register a new account.