ژبه

ولسمشر غني: د پانګونې لپاره په قوانينو کې اسانتياوې رامنځته شوې

کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې افغانستان کورنيو او بهرنيو پانګونو ته د اسانتياوو په موخه په قوانينو کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړې دي.

ولسمشر دغه څرګندونې په واشنګټن کې د افغانستان- امريکا د ګډې سوداګرۍ خونې د دوه ورځني ګډ کنفرانس په پرانيست غونډې کې د ویډیو کنفرانس له لارې کړې دي.

دغه کنفرانس چې افغانستان ته د بهرنیو پانګه والو د پام اړولو په موخه جوړ شوی، ولسمشر په کې په تېرو درېيو کلونو کې په اقتصادي برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې بيان کړې.

ولسمشر اشرف غني د کجکي برېښنا بند، کاسا زر پروژې، د ترکمنستان د رېل ګاډي پټلۍ، سلما بند، چابهار او لاجوردو لارې په څېر لويو پروژو ته اشاره وکړه او ويې ويل، حکومت په افغانستان کورنیو او بهرنیو پانګونو ته د اسانتیاوو په موخه په قوانینو کې د پام وړ اسانتیاوي رامنځته کړې دي.

هغه بهرني پانګه وال په ځانګړې توګه امريکايي بانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول او افغانستان يې د پانګونې لپاره د ښه ظرفیت درلودونکي هېواد په توګه ياد کړ.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر ډاکتر حمدالله محب د کنفرانس ګډونوال ته په افغانستان کې د پانګونو د نورو ظرفیتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، افغانستان د کانونو، ترانسپورټ او هوايي چلند په ګډون ګڼ شمېر برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه لري.

نوموړي د بېلګې په ډول وویل چې افغانستان تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې درې زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې دا خپله د پانګونې لپاره د افغانستان د لوړ ظرفیت ښکارندويي کوي.

ډاکتر محب د حکومت د کارونو د لا بريالیتوب په موخه د مسلکي ځوانانو پر ګډون ټینګار وکړ او ویې ویل حکومت په دې برخه کې ډېر مهم ګامونه اوچت کړي دي.

د اقتصاد وزیر محمد مصطفي مستور د کنفرانس ګډونوالو ته وویل، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د افغانستان اقتصادي وده د پام وړ کمه شوه خو اوس افغان حکومت ژمن دی چې په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو پانګه والو لپاره د پانګونې زمینه برابره کړي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان په دولتي او خصوصي بانکونو کې په میلیاردونو ډالره شته خو يوازې ۴۰۰ میلیونه ډالر د پور په شکل ورکړل شوي دي.

مستور وویل حکومت د نوو پالیسيو پر جوړولو بوخت دی او پر تطبیق یې جدي کار کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر عتیق الله نصرت چې په ياد کنفرانس کې يې ګډون کړى، وویل د صادراتو پراختیا حکومت ته لومړیتوب لري او تېر کال د افغانستان صادرات ۴۶ سلنه ډېر شوي.

login or register a new account.