ژبه

امریکا : روسیه او ایران په افغانستان کې له ترهګرۍ ملاتړکوي

بروکسل (پژواک، ۹۷) : امریکا یو ځل بیا تور پورې کړی، چې روسیه او ایران په افغانستان کې له ترهګرو او ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې دناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس په څنډه کې په ناټو سازمان کې د امریکا سفیره کای بایلي هوچیسون د غویي په اوومه خبریالانو ته ویلي، چې ایران او روسیې په افغانستان کې له هغو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، چې هغوی ملکي خلک په نښه کوي.

هغي زیاته کړې، چې په افغانستان کې یې له خپلو پوځي او نظامي مشرانو څخه یې په دې اړه کره معلومات ترلاسه کړي دي.

د امریکا سفیري ویلي، که چیرې دوی له افغان سولې مرسته نه شي، نو له ترهګرو ډلو دې ملاتړ هم نه کوي.

 تر دې مخکې هم امریکایي چارواکو ویلي وو، چې روسیه افغان طالبانو ته وسلې ورکوي، خو روسیې دا څرګندونې رد کړې دي.

څو ورځې مخکې دافغان حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي هم په کابل کې ویلي وو، چې روسیې طالبانو ته وسلې ورکړي او د نورو ترڅنګ سنایپر ټوپکې او د شپې دوربینونه یې ورکړي دي.

سرچینې دغه راز ویلي، چې ایران په خپل زابل ولایت او ځینو نورو سیمو کې طالب مشرانو ته کورونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

login or register a new account.