ژبه

دوه مياشتې وروسته دافغان سولې په اړه نړيوال اسلامي کنفرانس جوړېږي

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٧) : د سولې عالي شورا پلاوي د اسلامي کنفرانس د سازمان له مسوولينو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

د سولې شورا يوې سرچينې د غويي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ولسمشر د سلاکار او د سولې عالي شورا ددارالانشاء د رييس ډاکتر اکرم خپلواک په مشرۍ يو پلاوى سعودي ته تللى دى.

سرچينې زياته کړې،  پلاوي د سعودي په جده ښار کې د اسلامي هېوادونو د سازمان اسلامي کنفرانس له مشرتابه او د سعودي عربستان له مسوولينو سره د افغانستان د سولې پروسې  په اړه تفصيلي خبرې کړې دي.

د سولې شورا سرچينې ويلي چې دغه راز په دې ليدنو کې وسله والو طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړانديز، د سولې په اړه پيل شوي مدني حرکتونه او په افغان سولې کې د اسلامي نړۍ پر رول هم بحثونه شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو لوريو پرېکړه وکړه چې د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې به د افغان سولې په اړه نړيوال اسلامي کنفرانس جوړ شي.

د سولې عالي شورا وايي چې په دې کنفرانس کې به له ټولې نړۍ څخه ديني علماء ګډون کوي او د افغانستان د شخړې او سولې په اړه به ويناوې کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنو کې درې واړو لوريو موافقه وکړه چې په افغانستان کې ددوامدارې سولې لپاره خپلو هلو ځلو او هڅو ته به ادامه ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع