کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٧): ملګرو ملتونو، امريکا، ناټو او ځينو نورو هېوادونو د داعش ډلې له خوا د کابل بريدونه چې په ترڅ کې يې د ٩ خبريالانو په ګډون ٢٥ کسان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان دي، وغندل.
نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د کابل په شش درک سيمه کې د موټرسايکل بم په وسيله لومړی ځانمرګى بريد وشو، کله چې خبريالان، امنيتي سرتېري او نور مرستندوی کسان ساحې ته ورسېدل، نو سمدستي بل ځانمرګي بريدګر چې د خبريال په جامه کې راغلى و، د خبريالانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه.
د کابل پوليسو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٢٥ کسان وژل شوي او ٤٩ نور ټپيان دي چې په وژل شوو کې ٩ خبريالان شامل دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو د دغو بريدونو د غندلو تر څنګ ويلي، په دې بريدونو کې افغان کورنيو ته ډېره لويه ضربه ورسېده.
نوموړي دغه بريدونه، په ځانګړې توګه د خبريالانو پر وړاندې بريدونه نه بښونکي بللي او زياته کړې یې ده چې د خبريالانو پر وړاندې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د رسنيو ازادۍ ورځې نمانځلو ته څو ورځې پاتې دي.
د يوناما مشر ويلي چې دا ډول بريدونه د هېڅ ډول توجيه وړ نه دي او طراحان يې بايد محکمو ته کش کړل شي.
دغه راز په کابل کې د امريکا سفير هم دا بريدونه په کلکه غندلي او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې غمشرازي ښودلې ده.
د امريکا سفير جان باس ويلي چې په دې سخت وخت کې دوى له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او له ترهګرو سره په مبارزه کې يې د افغان ملي ځواکونو ستاينه کړې ده.
دغه راز په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي کرنوليوز زميرمان هم دا چاودنې غندلې او زياته کړې یې ده چې د ملکي خلکو او ژورنالېستانو وژل د منلو وړ نه دي.
په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن هم دغه بريدونه غندلي او زياته کړې یې ده چې افغانان سولې ته لېوال دي او دښمنان يې جګړې ته.
هغه زياته کړې چې د افغانستان دښمنان یې نه شي ګټلى.
دغه راز اروپايي اتحاديې، ترکيې، هندوستان، برېتانيا، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو هم دغه بريدونه غندلي دي.
login or register a new account.