محمودراقي (پژواک، ١١ غويى ٩٧) په کاپيسا ولايت کې د يوې نښتې پر مهال د وسله والو طالبانو تر څنګ افغان او امريکايي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي چې د دغه هېواد په ختيځ کې یې د نښتې پر مهال يو سرتېرى وژل شوى دى.
په کابل کې د دغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون د افغانستان په ختيځ کې رامنځته شوې، خو د پېښې کره ځاى يې نه دى په ډاګه کړى.
سرچينې زياته کړې چې په رامنځته شوې نښته کې يو امريکايي سرتېرى وژل شوى او یو بل ټپي دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې نښته کې يو شمېر افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې ويلي چې ټپي سرتېرى د بګرام هوايي ډګر ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
بلخوا د کاپيسا ولايت سرچينې وايي چې دا نښته تېره شپه د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې نښته کې امريکايي او افغان کومانډو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې دغه راز وويل چې په تګاب ولسوالۍ کې د تېرو درېيو ورځو په عملياتو کې تر ٤٥ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې ده، چې د تګاب په جګړه کې ١٤ امريکايي او ١٦ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په جګړه کې ۲ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
login or register a new account.