کابل (پژواک،۲۲غويی۹۷): په کابل کې د عربستان سفير د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ کړی او وايي چې افغان سوله يو مهم او بنسټيز لومړيتوب دی.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن د سولې د عالي شورا له خوا خپره شوې، راغلي چې دغه مطلب نن په کابل کې د سعودي عربستان سفير جاسم محمد الخالدي د افغانستان د سولې د عالي شورا له مشر محمد کريم خليلي سره د ليدنې پرمهال څرګند کړ.
سرچينې زياته کړه چې په دې ليدنه کې د افغانستان د سولې بهير د څرنګوالي او له دغه بهير سره د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د سعودي عربستان د همکارۍ د اړتيا په اړه خبرې او د نظر تبادله وشوه.
د سعودي سفير دغه راز وويل چې د دغه هېواد د ليد له مخې، د افغانستان سوله بنسټيز لومړيتوب دی او بايد ملاتړ يې وشي.
نوموړي ټينګار وکړ چې سعودي عربستان د افغانستان د سولې بهير د برياليتوب لپاره لازمه همکاري کوي.
الخالدي وويل چې افغانستان د سعودي يو مهم دوست دی او هېواد يې د افغانستان ټول خلک د خپلو وروڼو په توګه ګڼي.
د سعودي سفير د افغانستان د سولې عالي شورا ته ډاډ ورکړ چې هېواد به يې په ټولو برخو کې د افغان دولت او خلکو په څنګ کې ولاړ وي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې محمد کريم خليلي له افغانستان سره د سعودي عربستان له همکاريو څخه مننه وکړه او د سولې په پروسه کې يې د دغه هېواد رول مهم وباله.
د سولې د عالي شورا مشر د افغانستان د مسايلو يواځينۍ حل لاره د سولې رامنځ ته کېدل وبلل او ټينګار يې وکړ چې افغانستان په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د سعودي هر اړخيزې همکارۍ ته اړتيا لري.
خليلي د سولې په ملاتړ د ملي اجماع شتون ته په اشارې سره وويل چې ياد شوې شورا د تېرو اووه مياشتو په اوږدو کې د ټولنې له بېلا بېلو قشرونو، جهادي او سياسي مشرانو، ديني عالمانو، روڼ اندو، مدني ټولنې، سياسي ګوندونو او ځوانانو سره د سولې په اړه مراجعه کړې او ټولو له سولې څخه ملاتړ کړی دى.
login or register a new account.