ژبه

پاکستاني علما: د اندونيزيا کنفرانس په اعلاميه کې مو د طالبانو د يادونې مخنيوى وکړ

کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): په اندونيزيا کې د افغان سولې په اړه کنفرانس کې  پاکستاني عالمانو ويلي چې هلته يواځې مشورې او وړانديزونه شوي او په اعلاميه کې يې د طالبانو د نوم له يادونې مخنيوى کړى دى.

د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او ندونيزيا د دیني عالمانو درې اړخيزه  يو ورځنى کنفرانس پرون د اندونزيا په بوګور ښار کې ترسره شو چې په کې له درې واړو هېوادونو ٦٠ علماوو برخه اخيستې وه.

د دغه کنفرانس په ١١ماده ييزه اعلاميه کې په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې پر روان تاوتريخوالي او ترهګرۍ اندېښنه څرګنده شوې او پر سولې يې ټينګار کړى دى.

دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې پر ملکي وګړو له تاوتريخوالي ډک بريدونه او ځانمرګي بريدونه هم له اسلام سره په تضاد کې بلل شوي دي.

دغه کنفرانس ته په خپله وينا کې د پاکستان د علماوو غړي او د حقانيه دارالعلوم مهتمم مولانا انوارالحق له وسله والو طالبانو غوښتي وو چې له جګړې لاس واخلي.

خو د پاکستاني علماوو يو شمېر غړو تېره شپه يوه ويډيو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې، د ځينو رسنيو له خوا په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.

د حقانيه دارالعلوم مهتمم مولانا انوارالحق په دې ويډيو کې ويلي چې دوى په اعلاميه کې د طالبانو د نوم له يادونې مخنيوى کړى دى.

هغه زياته کړې چې دوى نه هم په افغانستان کې د جګړې بندولو غوښتنه کړې او نه يې هم د کومې ځانګړې ډلې يادونه کړې ده.

دى وايي: ((سوله به هله کېږي چې شته اختلافات هوار شي او دا تر هغه نه کېږي، څو پورې چې له کوهي څخه مرداره ونه ايستل شي.))

خو هغه د مرداري په اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو موخه  يې  په افغانستان کې مېشت  بهرني ځواکونه وو.

مولوي انوارالحق زياته کړې: ((زما له وينا څخه ټول پاکستاني علماء خوښ شول او راته يې وويل چې تا خو  د طالبانو په ملاتړ خبرې وکړې او هغوى ته دې برى ورکړ.))

د هغه په وينا، په ياد کنفرانس کې یې هېڅ ډول فتوا نه ده ورکړې او نه هم د اوربند خبره شوې، يواځې وړانديزونه او مشورې شوې دي.

login or register a new account.