ژبه

افغانستان او ايران پر پوځي همکاريو او د ترهګرۍ ضد پر ګډې مبارزې خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٧): د افغانستان د ملي دفاع وزير د ايران د وسله والو ځواکونو له قوماندان سره د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي، ايران ته په رسمي سفر پرون تهران ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې، هغه به له ايراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او پوځي همکاريو خبرې وکړي.

بلخوا ايراني رسنيو د غويي په ٢٣مه خبر ورکړى چې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال بهرامي نن د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو له قوماندان تورن جنرال محمد بغيري سره وليدل.

د ايران د پوځ مشر په دې ليدنه کې ويلي چې هېواد يې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هر ډول همکارۍ ته تيار دى.

هغه زياته کړې، له کله راهيسې چې پر افغانستان شوروي اتحاد يرغل کړى و، ايران له افغانانو سره مرستې کړې او ورسره ولاړ وو.

د ده په وينا، ايران او افغانستان ګډ مذهبي، فرهنګي، ژبني او ټولنيز ارزښتونه لري او دې سره يې اړيکې نورې هم پياوړې شوې دي.

د ايران د وسله والو ځواکونو قوماندان په ډاګه کړې چې د دغه پلاوي له سفر سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ښې شي.

د افغانستان د دفاع وزير جنرال بهرامي ايران د افغانانو دويم کور ياد کړى او له افغانانو سره يې د ايران د مرستو ستاينه کړې ده.

هغه د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو له خوا د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې ټينګار کړى دى.

login or register a new account.