کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٧): د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د (دوامداره پرمختګ) تر سرليک لاندې کنفرانس په اسلام اباد کې پيل شو.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د غويي په ٢٥مه، په ټولنيزه شبکه تويټر کې ليکلي چې په دې کنفرانس کې د درې واړو هېوادونو لوړپوړو مسوولينو برخه اخيستې ده.
هغه زياته کړې، دغه راز په غونډه کې د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار ناصر جنجوعه ترڅنګ د درې واړو هېوادونو يو شمېر مهمو چارواکو، سياسيونو، وکيلانو او د مدني ټولنې غړو ګډون کړى دى.
د ده په وينا، دا غونډه په اسلام اباد کې د سولې سيمه ييز انسټيټيوټ او د چين د سفارت له خوا په ګډه جوړه شوې ده.
زاخېلوال وايي، ګډونوال به دې غونډې ته په خپلو ويناوو کې په سيمه کې د دوامداره اقتصادي پرمختګونو پر لارو چارو او چانسونو خبرې وکړي.
login or register a new account.