کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٧) په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر سره پر ځينو مسايلو خبرې کړې دي.
زاخېلوال د غويي په ٢٥مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره يې نن وليدل.
هغه زياته کړې چې په دې ليدنه کې يې له نوموړي سره ددواړو هېوادونو پر اړيکو او يو شمېر مهمو مسايلو خبرې وکړې.
د زاخېلوال په وينا، دغه راز په دې ليدنه کې په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د پرونۍ غونډې د پرېکړو پر عملي کولو خبرې کړې دي.
د افغانستان سفير د دې ليدنې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان څلورمه ناسته پرون په اسلام اباد کې ترسره شوه.
په دې ناسته د دواړو پلاوو مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معینې تهمینې جنجوعه په غاړه درلوده.
تر ناستې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هغو اووه اصولو په تعقیب چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د وري په ۱۷مه نېټه کابل ته د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د سفر په دوران کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنې کې پرې هوکړه شوې وه، د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان دواړو پلاوو په نننۍ ناسته کې نهايي شوه.
سرچينه زياتوي، همداراز د شپږو هغو کاري ګروپونو کارونه چې په دغه عمل پلان کې يي وړاندوینه شوې، پیليږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، دواړه لورې موافقې دي چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان بشپړ او اغېزمن تطبیق د دواړو هېوادونو له ولسونو سره د ترهګرۍ له منځه وړلو، د سولې، ثبات، سوکالۍ او پرمختګ ته په رسیدلو کې مرسته کوي.
login or register a new account.