ژبه

ملګرو ملتونو له فساد سره مبارزه کې د افغان حکومت د کړنو هرکلى کړی

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٧): ملګرو ملتونو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت د اصلاحاتو د هڅو د تازه کولو هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو نوي راپور کې چې نن (د غويي ٢٥مه) خپور شو راغلي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې نوې ستراتیژي رامنځته کول او د فساد پر وړاندې د مبارزې په اجنډا کې د یو شمېر نوښتونو پلي کول، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ژمنتیا په ډاګه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دې اړه ويلي: "ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د نه ستړې کېدونکو هڅو کلک ملاتړ کوي. ملګري ملتونه په ځانګړي ډول د ملکي خدمتونو کمېسیون له خوا په لنډ وخت کې د نوو اصلاحاتو راوستلو او همدارنګه د فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي مرکز د ډېرو فعالیتونو له امله چې د فساد پېچلې قضیې یې څېړلې دي، هڅېدلي".

هغه زياته کړې چې "د فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه له ستراتیژۍ تر پلې کېدو" په نامه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یوناما دویم راپور د هغو همکاریو شننه کوي چې د مدني ټولنې، خپلواکو موسسو او همدارنګه د حکومت له ټولو درېیو اجرایي، مقننه او قضایي قواوو له اړخه ترسره شوې ده.

راپور د ټولو افغانانو د ژوند د ودې په پلوۍ د عدلي اصلاحاتو د چټکولو اړتیا په ګوته کوي.

یاد راپور د فساد پر وړاندې د افغانستان د مبارزې نوې ستراتیژي یوه پیاوړې وسیله بولي، خو یادونه کوي چې لنډ مهاله ستراتیژي به محدوده اغېزه ولري.

دغه راپور چې افغان چارواکو یې د شمېرو او نظرونو شریکولو پر مټ په فعاله توګه په چمتو کولو کې برخه اخیستې، په دې اړه چې څه ډول اوس هېواد له فساد سره د مبارزې په برخه کې له فساد سره د تړلو سرغړونو د جرم ګڼلو په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسیون مقررات په پام کې نیولي، جزئیات وړاندې کوي.

راپور ګڼې سپارښتنې هم وړاندې کړې چې په ډاګه کوي د فساد پر وړاندې مبارزه کې د حکومت روانې هڅې باید د ګڼو افغانانو په ژوند اوس هم اغېزناکې وي، که څه هم د ګڼو ترسره شوو حقوقي او پالیسي اصلاحاتو سره سره، فساد اوس هم د افغانستان د سولې او اوږدمهاله سوکالۍ په لاره کې یو اساسي خنډ دی.

د ملګرو ملتونو استازي ويلي: "سره له دې چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه لرلي، د هغو افغانانو چې د فساد له اغېزو زیان ویني، د لمس وړ ګټو لپاره د تازه اصلاحاتو او قوانینو جوړولو لپاره کارونه باید ترسره شي."

نوموړي زیاته کړه: "موږ ډاډه یو چې زموږ سپارښتنې په ښه توګه منل کېږي او له افغانستان سره له فساد سره د مبارزې د اجنډا په اصلاح کې به مرسته وکړي. "

login or register a new account.