ژبه

ولسمشر غني په فلسطین کې د بې ګناه خلکو وژنه وغندله

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د اسرايلي پوځيانو له خوا د فلسطين د بېګناه خلکو وژل په کلکه وغندل او يو ځل بيا  يې بيت المقدس د اسرايلو د پلازمېنې په توګه رد کړ.

امريکا څو مياشتې مخکې اعلان کړى و چې بيت المقدس رسماً د اسرايلو د پلازمېنې په توګه پېژنې او د خپل سفارت د لېږدولو اعلان يې کړى و او دغه کار يې پرون عملي کړ.

هغه مهال هم ملګرو ملتونو او لسګونو هېوادونو د امريکا او اسرايلو له دې پرېکړې سره مخالفت کړى و.

له پرون راهيسې د دې پرېکړې پر ضد د فلسطين اوسېدونکو پر لاريونونو پيل کړى چې د اسرايلي پوځيانو له خوا پرې بريدونه کړي چې تر اوسه تر ٥٠ زيات وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

ولسمشر اشرف غني د غويي په ٢٥مه په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د فلسطينيانو وژل په کلکه غندلي دي.

هغه زياته کړې، بیت المقدس نه یوازې دا چې د افغانستان مسلمان ملت ته اهمیت لري، بلکې د نړۍ ټولو مسلمانانو او د نورو ادیانو پيروانو لپاره هم یو سپېڅلی ځای دی او په دې اړه یو جانبه پرېکړه د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول او نړیوالې سولې ته ګواښ دی.

ولسمشر غني زياته کړې: ((موږ پخوا هم له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال د پرېکړې په اړه خپلې اندېښنې له دیپلوماتیکو لارو له دغه هېواد سره شریکې کړي دي او افغانستان په ښکاره په ملګرو ملتونو سازمان کې د دغه یو جانبه اقدام مخالفت کړی د.))

هغه ويلي چې د فلسطين له غزې ښاره په را رسېدلو خبرونو په ځانګړي ډول په لوړ شمېر کې پر ملکي تلفاتو سخت خواشینی دى او د اسرایلي دولت له خوا د فلسطینانو پر سوله ییزو مظاهرو چې د خپلو مشروع حقونو غوښتونکي دي؛ د زور استعمال او تاوتریخوالی په کلکه غندي.

login or register a new account.