کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د فراه ولایت پر امنیتی وضعیت خبرې کړې دي.
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویاندې هیټر نوریټ په واشنګتن کې د یوې خبرې غونډې پر مهال ویلی، چې دبهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې امریکا به له افغانستان سره اوږودمهاله همکاریو ته ادامه ورکوي.
هغه زیاته کړې، چې په دې اړیکه کې دواړو لوریو د سویلي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ پر اعلان شوې ستراتیژۍ هم خبرې وکړې.
پیمپو دفراه ښار څخه په ښه توګه ددفاع کولو له امله دافغان ملي امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د ولسمشر غني ستاینه کړې چې د خپلو هیوادوالو د ښې راتلونکي لپاره یې مهم اقدامات کړي دي.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د رڼو او پراخو ټاکنو دترسره کولو غوښتونکی شو.
سرچینې ویلي چې دواړو لوریو د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې او د افغانستان پر سولې پروسې هم خبرې کړې دي.
login or register a new account.