ژبه

ولسمشر، اجرائيه رييس او يوناما د جلال اباد پېښه وغندله

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٧) : ولسمشر، اجرائيه رييس او يوناما په جلال اباد ښار کې د کرکټ لوبې پر مهال شوې چاودنې وغندلې چې له امله يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د جلال اباد ښار اړونده د بهسودو پله ترڅنګ د کرکټ په يوه لوبغالي کې د رمضان کپ د لوبې پر مهال درې پرله پسې چاودنې وشوې چې د ځايي چارواکو په وينا، ٨ ملکي وګړي په کې وژل شوي او ٤٥ نور ټپيان شوي دي.

له ارګ څخه د غويي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني په دې پېښې خواشينى شوى او په کلکه يې غندلې ده.

سرچينې زياته کړې، ترهګرې ډلې ان د روژې په مبارکه میاشت کې چې د عبادت او بښنې میاشت ده، د خلکو له وژلو لاس نه اخلي او په لوبغالي کې د خلکو په ګڼه ګوڼه د ترهګريز برید په ترسره کولو سره یې یوځل بیا ثابته کړه چې هغوی هېڅ دین او قانون ته درناوی نه لري او د انسان او انسانیت دښمنان دي.

غني ويلي، د دغه ډول جنایتکارانه بریدونو ترسره کول د هېوادوالو مذهبي او فرهنګي ارزښتونو سره دښمني او د فتنه ګرو د جنایت او وحشت دوام دی.

دغه راز د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله هم دا بريد غندلى دى.

هغه زياته کړې، دا وحشیانه او بشري ضد ترهګریز بریدونه چې د روژې مبارکې میاشتې په دویمه وشول، محکوموي.

ده ويلي، طالبان او نورې ورته ترهګرې ډلې په دې ډول وحشیانه او جنایتکارانه بریدونو سره ثابته کړې، چې د نظامي او ملکي وګړو، ښځو، نارینه وو، ماشومانو او ځوانانو ترمنځ هېڅ ډول تفکیک ته قایل نه دي او له هر ډول توپير پرته یې د خلکو په وژلو پسې را اخیستې ده.

هغه زياته کړې، ترهګرو ډلو او ملاتړو ته یې هېڅکله هم د افغانانو خوښي، پرمختګ او بریا د زغم وړ نه ده، په کورنۍ او نړیواله کچه د افغان لوبغاړو له بریا هم اندېښمن دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) هم دغه بريد غندلى دى.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له دې ادارې څخه پژواک ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، هغه بريدونه چې ملکي وګړي په نښه کوي، د نړيوالو بشر دوستانه قوانينو څخه سرغړونه ده، د نړيوالو بشردوستانه قوانينو له مخې، دغه ډول بريدونه کېداى شي جنګي جرايم وبلل شي.

login or register a new account.