ژبه

د جنرال مشرف نږدې ملګرى پاکستانى جنرال افغانستان کې وژل شوى

کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٧) : پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى چې د پخواني ولسمشر جنرال پروېزمشرف نږدې ملګرى پاکستانى جنرال د افغانستان په جګړه کې وژل شوى دى.

د(پاکستان ټوډې ورځپاڼې) په ګډون ګڼ شمېر پاکستانيو رسنيو د غويي په ٣٠مه، خبر ورکړى چې جنرال شاهد عزيز په دې وروستيوکې په افغانستان کې د يوې نښتې پر مهال وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، جنرال عزيز د جنرال مشرف د واکمنۍ پر مهال د امريکا پر ملاتړ کولو پښېمانه شوى و او هڅه يې کوله چې دغه کار جبران کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړي پلان درلود چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر ضد وجنګيږي او يا هم د جګړو پلانونه تنظيم کړي.

پاکستانيو رسنيو د هغه د کورنۍ د سرچينو په حواله ويلي چې نوموړى له څه مودې راهيسې نادرکه و، اټکل کېده چې د سوريې جګړو ته به تللى وي، خو اوس ويل کېږي چې هغه په دې وروستيو کې په افغانستان کې وژل شوى دى.

خو د پاکستان حکومت تر اوسه د نوموړي په اړه رسمي دريـځ نه دى څرګند کړى.

د راپورونو له مخې، جنرال شاهد عزيز د پاکستان په پوځ کې ٣٧ کاله دنده ترسره کړې او ددرې ستورو جنرال و.

هغه د پاکستان د پوځ د اوپراسيون د عمومي قوماندان، درستيزوال او د لاهور د قول اردو د قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.

د سياسي چاروکارپوه جاوېد غفور وايي چې دافغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان لاسوهنې او له طالبانو سره د هغوى مرستې او ملاتړ له چا څخه پټ نه دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د پاکستان پوځ او استخبارات په پټه او ښکاره له وسله والو مخالفينو سره هر ډول پوځي او مالي مرستې کوي او هغوى ته يې روزنيز مرکزونه جوړ کړي دي.

غفور وايي چې تر دې مخکې هم ګڼ شمېر پاکستاني پوځي افسران د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي.

login or register a new account.