ژبه

جنرال مراد دکابل ګارنیزیون قوماندان او جنرال اختر د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال شو

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۷) سرچینې وایي، چې جنرال مراد علي مراد د کابل د ګارنیزیون د قوماندان او جنرال اختر ابراهیمي د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش وایي، چې دا خبر نه رد او نه یې هم تاییدوي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل، چې ولسمشر اشرف غني یادې نوې ټاکنې کړې دي.

جنرال مراد علي مراد اوسمهال د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او جنرال ابراهیمي د ولسمشرۍ د ځآنګړي ځواک د قوماندان په توګه دنده ترسره کوي.

سرچینې وویل، چې ډیر ژر به دواړه خپلو نویو دندو ته معرفي شي.

په امنیتي سکتور کې دا نوې ټاکنې په داسې حال کې شوي چې وسله والو طاللبانو پسرلنیو عملیاتو کې تیزوالی راغلی او په ګڼ شمیر ولایتونو کې یې بریدونه پیل کړي دي.

دغه راز هغوی ګواښ کړی، چې ډیر ژر به کابل کې هم دا ډول بریدونه پیل کړی او له خلکو یې غوښتي دي، چې له پوځي او دولتي ودانیو دې ځآنونه لرې وساتي.

login or register a new account.

ورته موضوع