ژبه

“امنيت شورا دې افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وکړي”

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٧) : په ملګرو ملتونو کې افغان ديپلومات وايي چې د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي مرستيال نظيف الله سالارزي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په هغه ځانګړې غونډه کې وکړې چې په شخړو او جګړو کې د ملکي وګړو او ماشومانو د خونديتوب په اړه جوړه شوې وه.

هغه زياته کړې چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو له خوا پر ملکي وګړو بريدونه زيات شوي، ښوونځي، جوماتونه، روغتونونه ، د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه او نور عامه ځايونه په نښه شوي دي.

نوموړي ويلي:((وسله وال مخالفين په سيستماتيک ډول زموږ ماشومان،روغتيايي کارکوونکي، ژورنالېستان او قومي مشران په نښه کوي. طالبان او نورې ترهګرې ډلې غواړي چې د جګړې په ډګر کې خپله ماتې د عامو خلکو پر وژنو جبران کړي.))

د سالارزي د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې ٢٩٠٣ ملکي وګړي وژل شوي او تر ٦٠٠٠ زيات نور ټپيان شوي وو.

هغه د کندهار پروني بريد ته په اشارې سره وويل چې د وسله والو په دې چاودنه کې ١٦ کسان ووژل شول او تر ٣٠ زيات ټپيان شول.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مرستيال سفير وايي چې د دا ډول بريدونو او چاودنو هدف د انسان ژوند ته ارزښت نه ورکول دي چې د بشري حقونو له نړيوالو حقوقو څخه څرګنده سرغړونه ده.

سالارزي زياته کړې چې د افغانستان پياوړي ځواکونه د نړيوالې ترهګرۍ پر ضد د جګړې په لومړۍ ليکه کې قرار لري، ددې ترڅنګ له خپلې خپلواکۍ، ارضي تماميت او له خپلو وګرو څخه هم دفاع کوي .

هغه وايي چې افغان حکومت د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره لازم او ستراتيژيک اقدامات ترسره کړي دي.

د نوموړي په وينا، ددې ترڅنګ حکومت د ملکي تلفاتو او کډوالۍ د مخنيوي لپاره ملي تګلاره هم جوړه کړې ده.

سالارزي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وکړي .

login or register a new account.