کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٧) : ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان له پلازمېنې کابل څخه تښتول شوې افغان کارکوونکې د هغې له زوى سره خوشې شوې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر (يوناما) له خوا دغبرګولي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغې ښځينه افغان کارکوونکې د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق (UNFPA) سره کار کاوه.
سرچينې زياته کړې، نوموړې د روان زېږديز کال د جنورۍ د مياشتې په ۲۲مه هغه مهال لادرکه شوه، چې موټر یې د ناپېژاندو بریدګرو له لوري ودرول شو، دغه کارکوونکې له ماشوم زوى او موټرچلوونکي سره وتښتول شوه، خو دموټر چلوونکي مړی يې د مارچ میاشتې په ۱۶مه نېټه په کابل کې وموندل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، ياده کارکوونکې او زوى يې د تښتوونکو له خوا خوشې، خو د خوشې کېدو کره نېټه او ځاى يې نه دى په ګوته شوى.
ملګرو ملتونو د خپلې کارکوونکې د خوشې کېدو هرکلى کړى او پر دا ډول پېښې يې خواشيني څرګنده کړې.
سرچينې ويلي، دې مېرمنې او د هغې د ماشوم خوشې کېدل د دوی د کورنۍ، همکارانو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولې کورنۍ لپاره خورا لویه ډاډګېرنه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې مرستیالې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې، انګريد هايډن ويلي: " موږ له شرم څخه د دغه ډک برمتې او د خپل همکار وژنه چې قصدي برېښي، غندو. موږ له هغو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو، چې له دغه ناوړه جرم څخه تر ټولو زیات زیانمن شوي او له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې تر خپل وسه هر هغه څه وکړي تر څو د دغې پېښې عاملینو سره حساب وشي. "
login or register a new account.