کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٧): امريکايي سناتور بوکر وايي، د دغه هېواد سیاسي ګوندونه او سیاسي رهبري د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د نظر یووالی لري.
د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتر څخه د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، نن د خپل کار په دفتر کې د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس غړي ناتور کري بوکر سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، کري بوکر چې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی په لومړي ځل افغانستان ته راغلی او موخه یې په افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره لیدنه او د افغانستان د وروستیو امنیتي، سیاسي او اقتصادي پرمختګونو په اړه د معلوماتو اخیستل دي.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سناتور بوکر سره په خبرو کې د امریکا له دوامداره همکاریو څخه قدرداني وکړه.
هغه په افغانستان کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه سناتور بوکر او ورسره پلاوي ته معلومات ورکړل، همدارنګه یې په سیمه کې د سیاسي بدلونونو په اړه د افغان دولت نظر روښانه کړ.
اتمر د همکاریو میثاق د تطبیق په مرحله کې د ادارې فساد پر وړاندې مبارزه بریالۍ وبلله او د دې میثاق د تطبیق په اړه یې هم تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
امريکايي سناتور کري بوکر په افغانستان کې د پرمختګونو او افغان ځواکونو د ټینګ عزم او مورال ستاینه وکړه، د ترهګرو پر وړاندې یې د افغان ځواکونو مبارزه د سیمې او نړۍ د خوندیتوب لپاره مهمه وبلله.
نوموړي زياته کړه، د امریکا متحده ایالاتو سیاسي ګوندونه او سیاسي رهبري د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د نظر یووالی لري او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره یې هیله مندي وښوده.
سناتور بوکر له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړې او له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې یې د افغانستان د سیاسي رهبرۍ له کلکې ارادې څخه ستاینه وکړه.
login or register a new account.