ژبه

افغانستان او پاکستان د سولې بهير او تاوتريخوالي کمولو پر عملي اقداماتو موافقه وکړه

کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٧) : افغانستان او پاکستان د سولې بهير د پر مخ بيولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په راتلونکو ورځو کې د مشخصو اقداماتو د عملي کولو په اړه موافقه  وکړه.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتېژيکو اړيکو رييس قادر شاه د غبرګولي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت د سلاکار په مشرۍ لوړ پوړي افغان پلاوي د پاکستان د پوځ له مشر او د ملي امنيت سلاکار سره تفصيلي خبرې کړې دي.

دغه لوړ پوړى پلاوى پرون اسلام اباد  ته رسېدلى و.

قادرشاه زياته کړه، پلاوي لومړى د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه او وروسته د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وليدل.

د هغه په وينا، په دغه ليدنه کې د پاکستان د استخباراتو مشر، د بهرنيو چارو وزارت مرستياله  او نورو چارواکو هم ګډون درلود، دغه راز په افغان پلاوي کې د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي ، لوى درستيز جنرال يفتلي او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک شامل وو.

قادر شاه وايي، په دې ليدنو کې پر امنیتي برخه کې هوکړه وشوه چې دواړه لوري به د " سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان" کې راغلې ۶۶ فقره ييزې ژمنې چې د  دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ هر اړخیز مهم او جامع چوکاټ دی، له پلان سره سم به یې د عملي کولو لپاره ژر تر ژره مشخص ګامونه واخیستل شي.

د نوموړي په وينا، دواړه غاړو د سولې بهیر د پر مخ بيولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په ځانګړي ډول په راتلونکو ورځو کې د مشخصو اقداماتو د عملي کولو په سر موافقه وکړه.

د ملي امنيت شورا وياند د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې وويل شول چې د سولې د بهیر په اړه تر ټولو مهمه ګډه موضوع داده چې د سولې اوسنۍ پالیسي هېڅ بهتر بدیل نه‌لري، خو هغوی چې د سولې انتخاب نه لري په ګډه به له مشخصو اقداماتو سره مخ شي.

قادر شاه وايي، همدارنګه هوکړه وشوه چې کاري کمېټې به دواړو غاړو کې ځانګړي همغږي کوونکي وټاکي او د دغو کمېټو د عملي فعالیتونو له پر مخ وړلو څخه به د دواړو هېوادونو رهبري مستقیمه څارنه کوي.

د نوموړي په وينا، د ليدنې په اقتصادي برخه کې د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا څخه د برېښنا د لېږد، له مرکزي اسیا څخه ګوادر او باالعکس مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیټ اسانتیاوو چمتو کول او همدارنګه د دواړو لوريو ترمنځ له نړيوالو ژمنو سره سم د اورګاډي پټلۍ جوړول او د جلال اباد ـ کابل لویې لارې د پراختیا په برخه کې مشخصې موافقې وشوې.

دواړو غاړو هوکړه وکړه چې د یو مشخص میکانیزم د رامنځته کولو له لارې به په څو راتلونکو ورځو کې د دغو توافقاتو د عملي کېدو شاهدان وي او د راتلونکې یوې اوونۍ یا تر لسو ورځو پورې به د کاري ډلو مشخصه اجنډا جوړه کړي.

بلخوا دپاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنو کې د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

login or register a new account.