کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٧): د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو د سوېلي اسيا لپاره د ولسمشر ټرمپ د ستراتېژۍ پر تطبيق او لاسته راوړنو خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه دغبرګولي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر او د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن تېر ماښام ناوخته د ويډيو کنفرانس له لارې د افغانستان او سيمې پر امنيتي او سياسي حالت خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، په دې اړيکه کې دواړو لورو د دولتونو په کچه د دوه اړخيزو تعهداتو پر دوام ټينګار وکړ او د حالاتو د څېړنې په موخه يې د دومداره اړيکو ساتل مهم وبلل. همدارنګه له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغان دولت په مشرۍ د سولې پر بهیر دوه اړخیز بحثونه وشول.
د امریکا او افغانستان د ملي امنیت سلاکارانو د سیمې پر روان سیاسي او امنیتي حالت هم خبرې وکړې او له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې یې د سیمې د هېوادونو د همکاریو پر پراختیا خپل نظرونه تبادله کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ويډيو کنفرانس په جریان کې دواړو لورو د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ستراتېژۍ پر بېلابېلو اړخونو خبرې کړې دي او په سیمې کې یې د هغې د تطبیق او لاسته رواړونو په اړه د پام وړ بحثونه درلودل.
د دې ترڅنګ دواړو لورو د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د میثاق تطبیق او په دې برخه کې پرمختګونه وڅېړل او د چارو د چټکتیا او سمون په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول.
login or register a new account.