ژبه

امريکايي ځواکونه:د موسى کلا هدفي بريد کې تر ٥٠ ډېر طالبان وژل شوي

کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٧): په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ادعا کړې چې تېره اوونۍ يې هلمندکې د طالبانو پر يوه مرکز توغندويي بريدکې تر ٥٠ ډېر طالبان وژلي، خو وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

تېره اوونۍ امريکايي ځواکونو ويلي وو چې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې يې د طالبانو د سوق او ادارې پر يوه مرکز توغندويي بريد کړى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه وو ورکړي.

خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يوه افسر ډګروال مارټن اوډونل اې پي اژانس ته ويلي چې په ياد هدفي بريد کې د طالبانو ٥٠ غړي وژل شوي دي.

هغه زياته کړې،د طالبانو پر دغه مرکز هدفي توغندي توغول شوي وو او خپل هدف يې په دقيقه توګه ويشتلى دى.

د ډګروال مارټن په وينا، په وژل شوو کسانو کې د طالبانو ګڼ شمېر مشران هم شامل دي.

خو وسله والو طالبانو د امريکايي ځواکونو دغه ادعا رد کړې ده.

د طالبانو د يوه وياند قاري يوسف احمدي له خوا رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکايي ځواکونو د موسى کلا بازار ته نږدې د خلکو پر کورونو توغندي ويشتلي وو.

هغه زياته کړې، په دې  بريد کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان وو.

د نوموړي په وينا، د بريد په ځاى کې ددوى غونډه نه وه روانه او نه هم په دې بريد کې کوم طالب قوماندان او يا هم عادي وسله وال وژل شوى دى.

login or register a new account.