ژبه

ناټو سازمان له ٢٠٢٠ کال وروسته له افغانستان سره د مالي ملاتړ اعلان وکړ

کابل (پژواک،٩ غبرګولى ٩٧): د ناټو سازمان غړو هېوادونو له ٢٠٢٠ کال وروسته له افغانستان سره د مالي ملاتړ ا علان وکړ.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان له مرکزي دفتر څخه د غبرګولي په ٩مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د افغانستان ملي ځواکونو ته د مالي ملاتړ د راجلبولو په موخه غونډه وشوه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ، د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي، په افغانستان کې دامنيت دلېږد د قوماندانۍ سيستيکا مشر جنرال رابين ال فانتس، د ناټو او غوڅ ملاتړ غړو هېوادونو استازو ګډون کړى وو.

په خپرپاڼه کې راغلي،په دې غونډه کې د افغانستان د ملي ځواکونو د مالي تمويل او تر ٢٠٢٠ زېږديز کاله پورې ددوى پر اړتياوو خبرې وشوې.

ناټو ويلي،په ٢٠١٢ زېږديز کال کې د ناټو د شيکاګو سرمشريزې غونډې د پرېکړو له مخې سازمان ژمن دى چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغان ملي ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

دغه راز د ٢٠١٦ کال د وارسا په سرمشريزه کې د سازمان غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې تر ٢٠٢٠ کاله پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ کوي.

د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ ويلي،دافغان ځواکونو مالي وجهي صندوق د افغانستان امنيت او ثبات کې مهم رول لوبولى دى.

هغه زياته کړې،دوه مياشتې وروسته د ناټو په سرمشريزه غونډه کې به يو ځل بيا دافغان ځواکونو پر دوامداره مالي ملاتړ خبرې کوي او مرستندويه هېوادونه به نور هم وهڅول شي چې په دې برخه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

هغه زياته کړې چې تر دې مياشتې پورې ددغه صندوق له لارې له افغان ځواکونو سره ٢،٣ ميليارده ډالرو مرستې شوې دي.

د ناټو سرمنشي ويلي، دغه وجهي صندوق يو له هغو درېيو مالي مرستو څخه دى، چې له افغان ملي ځواکونو سره کېږي.

بلخوا د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د بروکسل په پرونۍ ناسته کې د ملي ځواکونو د مالي ملاتړ ترڅنګ د افغانستان د حکومت پر راتلونکو اقتصادي پلانونو هم خبرې وشوې.

هغه زياته کړې،په دې پلانونو کې د صادراتو زياتول او تر ٢٠٢٠  کاله پورې واردات تر نيمايي پورې کمول شامل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع