کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د برېښنا پروژې د پرانيستې او د شمال د وچکالۍ وضعيت څېړلو په موخه بلخ ولايت ته رسېدلى دى.
له ارګه د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن سهار له يوه لوړ پوړي پلاوي سره مزار شریف ته تللى دى.
سرچينې زياته کړې چې ولسمشر اشرف غني به د خُلم د برېښنا د سب سټېشن او د مارمول توزیعي شبکې د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به د يادو پروژو د پرانيستې تر څنګ د بلخ، سرپل، فاریاب، جوزجان او سمنګان له وچکالۍ ځپلو او د یادو ولایتونو له ملکي او نظامي مسوولینو سره جلا جلا کتنې ولري.
login or register a new account.