ژبه

ناټو: وروستيو هوايي بريدونو کې د طالبانو ٧٠ مهم مشران وژل شوي

کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٧) :  په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان وايي چې په يو شمېر ولايتونو کې د هوايي بريدونو له امله د وسله والو طالبانو تر ٧٠ زيات مهم مشران وژل شوي دي.

د ناټو قوماندان جنرال نېکولسن دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړه چې د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې د وسله والو طالبانو تر ٧٠ زيات مشران د افغانستان په بېلا بېلو هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.

د نوموړي وينا، ددغو کسانو له وژل کېدو سره طالبانو لويه ضربه ليدلې او د هغوى پر فعاليتونو يې بده اغېزه کړې ده.

د ناټو قوماندان وايي، تېره اوونۍ د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د سوق او ادارې يو مهم مرکز او مهم مشران يې په يوه بريد کې له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په وژل شوو کسانو کې د هلمند لپاره د طالبانو مرستيال والي او د هغوى يو شمېر ولسوالان شامل دي.

جنرال نېکولسن وايي،دغه راز په فراه، کندوز، هرات او اروزګان ولايتونو کې هم د طالبانو مهمو مشرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې بريا او ثبات يواځى د سياسي جوړ جاړي له لارې راتللى شي .

د ناټو قوماندان وايي، د عملياتو ترڅنګ دوى پر خبرو اترو ټينګار کړى او تر خبرو مخکې پر طالبانو بايد فشار راوړل شي.

هغه وايي چې طالبان د هوايي بريدونو له امله نورې سيمې نه شي نيولى، ددې لپاره چې له مرګ ژوبلې ځان وژغوري، دوى بايد د سولې لاره غوره کړي.

جنرال نېکولسن د طالبانو وروستي عمليات او ادعاوې هسې تبليغات ياد کړل.

وسله والو طالبانو پرون ديوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا يادې ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي چې د موسى کلا په بريد کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع