ژبه

ميرزکوال د کونړ او کليمزى د غزني والي ټاکل شوي

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٧) : د سيمييزو ارګانونو سرچينې وايي، چې عبدالستار ميرزکوال د کونړ او وحيدالله کليمزى د غزني د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د سيمېيزو ارګانونو يوې سرچينې د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دواړه واليان به ډېر ژر پخپلو اړوندو ولايتونو کې دندې پيل او معرفي شي.

وحيدالله کلميزى چې د ميدان وردګو ولايت،  اوسېدونکى دى اوسمهال د کونړ د والي په توګه دنده ترسره کوي. يو ورور يې د مشرانو جرګې او بل يې د ولسي جرګې غړى دى.

عبدالستار مېرزکوال د پکتيا ولايت اوسېدونکى دى، تر دې مخکې په يو شمېر ولايتونو کې د ولسوال او بيا د هلمند د مرستيال والي په توګه دندې ترسره کړې دې.

login or register a new account.