کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٧): ځايي مسوولين وايي، چې ځانګړو افغان ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د شپنيو عملياتو پر مهال د يوه پلار او دوو زامنو په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي دي.
ددې ولايت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عمليات تېره شپه د ٠٢ ځانګړې قطعې لخوا د بټي کوټ ولسوالۍ د لوړتۍ په سيمه کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې عملياتو کې د طاهر په نامه د کورنۍ مشر له دوو زامنو او يو وراره سره وژل شوي او دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي.
يادې سرچينې دغه راز وويل، چې ځانګړو ځواکونو دغه راز د يادې کورنۍ څلور نور کسان له ځانه سره ژوندي وړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى په بټي کوټ ولسوالۍ کې ترسره شوي او اوښتې مرګ ژوبله تاييدوي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.
د يادونې وړ ده، چې يادو ځانګړو ځواکونو څو ورځې مخکې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال د سيمييزو پوليسو ديو قوماندان په ګډون ٩ تنه وژلي وو، چې د مشرانو جرګې خپلوان وو.
د ننګرهار والي ويلي وو، چې د چپرهار پېښې د پلټنو لپاره له کابل څخه راغلي پلاوي پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې پايلې نه دي اعلان شوې.
login or register a new account.