کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٧) : د ملکي وګړو د خونديتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ وايي چې تېره مياشت دافغانستان جګړو کې څه باندې ٥٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ياد ګروپ له خوا د غبرګولي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده مرګ ژوبله د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې، د روان ۲۰۱۸ م کال پنځمه میاشت (مۍ) کې هم د تېر په څېر د جګړې ښکېلو غاړو د ملکي خلکو د وژنې او ځورونې مخنيوي ته پاملرنه نه ده کړې.
په خبرپاڼه کې تېره میاشت چې د روژې نیمايي هم تشکیلوي د وسلهوالو ډلو له لوري په ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې ماینونو چاودنو، هدفي وژنو، هاوان مرمۍ توغولو او همدارنګه د حکومتي ځواکونو له لوري په شپنیو او له وسلهوالو طالبانو سره په مخامخ جګړو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ګروپ ويلي، په دغه میاشت کې له ۶۰ زیاتې د مرګ ژوبلې مختلفې پېښې رامنځته شوې دي، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون(۱۸۳) کسان وژل شوي او(۳۳۷) نور ټپیان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغې مرګ ژوبلې ډېره برخه په ننګرهار کې رامنځته شوې، د(CPAG) د معلوماتو پر اساس تېره میاشت په ننګرهار کې ۴۶ کسان وژل شوي او ۱۳۶ ټپیان شوي دي. همدارنګه په کندهار او خوست کې هم د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې ثبت شوي دي.
د ملکي وګړو دخونديتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ( (CPAGد معلوماتو له مخې، په (مې)میاشت کې د ترهګریزو پېښو لویه برخه د مختلفو ولایتونو په ښارونو کې رامنځته شوې ده.
دغه ګروپ دا ځل بیا له وسلهوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو څخه غواړي چې لږ تر لږه دې د روژې مبارکې مياشتې په پاتې ورځو کې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او خپل وسله وال پرې نږدي چې په داسې ځایونو کې بریدونه او عملیات وکړي چېرته چې ملکي کسانو ته زیان اوړي.
login or register a new account.