کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۷) ولسمشر محمد اشرف غني نن له یو شمېر دیني علماو، خطیبانو، د جوماتونو ملاامامانو او د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سرهیو ځای د ماښام لمونځ ادا او روژه ماتی وکړ.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د روژه ماتې په دې مېملستیا کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د حج او اوقافو وزیر فیض محمدعثماني ، د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس ډاکټر محمد اکرم خپلواک هم حضور درلود.
په پیل کې مولوي عنایت الله بلیغ علماو او جوماتونو ته د جمهور رئیس پاملرنې او ملاتړ څخه په مننې وویل، د افغانستان علما ستاسو د اقتصادي، سیاسي، سولې او نورو ملي پروګرامونو هر اړخیز ملاتړ کوي.
نوموړي علماو ته د روژه ماتي د برابرولو له امله له جمهور رئیس څخه مننه وکړه او د خدای تعالی په دربار کې یې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره دعا وکړه.
ولسمشر غني دیني علماو ته په خطاب کې وویل، ستاسو درناوی پر موږ ټولو لازم دی، ځکه تاسو هغه سپېڅلی قشر یاست چې د اسلام د ستر لارښود مقدسې لارې ته مو ادامه ورکړې او هره ورځ د خلکو، ارګ او جومات واټن کموئ او خلک نېکمرغه او سوله ییز ژوند ته وربولئ.
هغه څرګنده کړه، د دې وطن وجودي فلسفه یوازې او یوازې د اسلام مبارک دین دی او بلې فلسفې ته اړتیا او لېوالتیا نه لري. هغه زیاته کړه، په هېواد کې د جوماتونو جوړولو او د تاریخي جوماتونو بیارغاونې ته اساسي پام شوی.
د هېواد ولسمشر د جوماتونود منبرونو له لارې خلکو ته د سولې پیغامونو په رسولو کې د علماو رول مهم وباله. هغه زیاته کړه، د منبر د رسا غږ ځای بل هیڅ شی نشي نیولی او همدارنګه یې هیله څرګنده کړه چې د سولې او ثبات لپاره د دوی دعاګانې قبولې شي.
login or register a new account.