ژبه

په افغانستان کې نادرکه شوى روسي پيلوټ ٣٠ کاله وروسته پيداشو

کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٧): روسي سرچينو ويلي، د شوروي اتحاد هغه پيلوټ چې ويل کېده، په افغانستان کې يې د الوتکې په ويشتل کېدو وژل شوى، ژوندى دى.

د روسيې د پخوانيو سرتېرو د اتحاديې د معلوماتو له مخې، ددغه پيلوټ الوتکه د افغان جګړې پر مهال ٣٠ کاله پخوا ويشتل شوې وه او ګومان کېده چې پيلوټ يې هم وژل شوى دى.

د يادې اتحاديې مرستيال واى چسلاف کالينن ويلي، ياده پېښه په ١٩٨٧ کال کې رامنځته شوې وه چې اوس به يې پيلوټ ٦٠ کلن وي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه پيلوټ ګومان کېږي چې په پاکستان کې دى، ځکه چې د شوروي اتحاد د يرغل پرمهال افغان مجاهدينو بنديان د پاکستان په کمپونو کې ساتل.

بلخوا د روسيې د ټپي سرتېرو اتحاديې مشر والري وسټروټين هم ويلي چې د يادې الوتکې پيلوټ ژوندى دى او اوس سختو مرستو ته اړتيا لري.

خو د ځينو ملحوظاتو له امله د پيلوټ هويت نه دى په ډاګه شوى.

د روسيې خبري سرچينو د معلوماتو له مخې، له ١٩٧٩ څخه تر ١٩٨٩ کاله پورې په افغاسنتان کې ١٢٥ روسيې الوتکې ويشتل شوې وې، کله چې د شوروي ځواکونه له افغانستان څخه وايستل شول؛ نو تر ٣٠٠ پورې يې سرتېري په افغانستان کې نادرکه وو چې ٣٠ يې وروسته پيدا شول.

د روسيې د پخوانيو سرتېرو د اتحاديې ويلي، ددغه پيلوټ مور او خور اوس هم ژوندي دي.

د يادونې ده چې يو شمېر نور روسي سرتېري په خپله خوښه افغانستان کې پاتې شوي او مسلمانان شوي هم دي، چې يو يې هم په غور ولايت کې اوسېږي.

login or register a new account.