ژبه

طالبان : کابل کې د دیني عالمانو غونډه نمایشي وه

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۷) طالبانو په کابل کې ددیني عالمانو غونډه او فتوا رد کړې او دا یې نمایشي بللې ده.

شاوخوا درې زره دیني عالمانو چې د هیواد له بیلا بیلو سیمو څخه راغلي وو، نن د غبرګولي په ۱۴مه، نیټه، په کابل کې دلویې جرګې په خیمه کې دیوې لویې غونډه په ترڅ کې په هیواد کې روانه جګړه او څانمرګي بریدونه حرام اعلان کړل.

ددې غونډې په پای کې د لویې جرګې خیمې دخولي دروازه کې ځانمرګی برید هم وشو، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه دیني عالمان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو دیادې غونډې او فتوا په اړه غبرګون ښودلی دی.

دطالبانو دیوه ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دیني علماء کرام او مشائخ په اسلامي ټولنه کې  له خورا ستر مقام څخه برخمن  دي او دروند مسؤلیت لري، لکه څنګه چې په پخوانیو امتونو کې پیغمبرانو علیهم السلام د بشري ټولنو درهبرۍ دنده په غاړه درلوده، د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم څخه وروسته دغه دنده برحقو دیني علماء کرامو ته په میراث رسیدلي ده.

طالبانو زیاته کړې،  له همدې امله خو دتاریخ په مختلفو پړاوونو کې دیني علماء کرام دامت د سوکالۍ او سرلوړۍ لپاره دجهاد، علم، ارشاد، اصلاح، دعوت او نورو ټولو ډګرونو مخکښان پاته شوي او په سختو حالاتو کې یې د امت بیړۍ ته نجات ورکړی دی.

 په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکایي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن دوه میاشتې مخکې په کابل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال ویلي وو، پلان لري په روان کال کې پر طالبانو مختلف فشارونه وارد کړي. نوموړي زیاته کړې وه، چې دا فشارونه پوځي، سیاسي، ټولنیز او حتی مذهبي فشارونه ردي.

دوی زیاته کړې : ((د مذهبي فشارونو نه مطلب دا دی چې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو د دیني عالمانو په نامه فرمايشي، غونډې به جوړیږي او په دې غونډو کې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او له ولس کلن جهاد وروسته به د هغوی د مبارزې مشروعیت له دیني اړخه چیلنج کړي.))

سرچینې ویلي : ((په همدې لړکې د امریکایانو د پلان له مخې د دیني عالمانو لومړۍ غونډه د روان میلادي کال د می په ۱۱ مه نیټه د اندونیزیا په بوګور ښارکې ترسره شوه او دا دی نن دغسې یوه نمايشي غونډه په کابل کې ترسره شوه. ))

طالبانو ادعا کړې، چې د  دیني عالمانو د غونډو په عنوان دغه پروسه یوه سوچه امریکایي پروسه بولي، چې د پلان، اکمال او عملي کولو ټولې چارې یې د امریکایي اشغالګرو لخوا رهبري کیږي، امریکایان غواړي د دغو غونډو په توسط خپل ظالمانه پوځي اشغال ته جواز پیدا او دیني رنګ ورکړي او په وړاندې یې د افغان مؤمن اولس پیل شوی جهاد مردود ثابت کړي.

طالبانو له دیني عالمانو غوښتي چې په استخباراتي غونډو او منډو کې د شرکت پر ځای باید له خپل ولس سره همکار شي.

login or register a new account.