ژبه

سفير: په افغانستان کې نا امني د چيني پانګوالو پر وړاندې ستر خنډ دى

کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٧): په افغانستان کې د چين سفير وايي چې نا امنۍ په دغه هېواد کې د چيني پانګه والو پر وړاندې لوى خنډ دى.

د چين سفير ليوجينسونګ دغه څرګندونې په کابل کې د افغانستان د ولسمشر له دويم مرستيال سروردانش سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د دويم مرستيال له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر سياسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په ګډون د يو لړ موضوعګانو په اړه خبرې وشوې.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د دواړو هېوادونو اړيکو ته په اشارې سره ويلي چې افغانستان او چین اوږده تاريخي مخینه لري.

هغه زیاتوي چې په سيمه کې د سولې راوستو او د اقتصادي همکاريو د پراختيا په لاره کې د چين هېواد رول اغېزناک دی او وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د پراختيا په حال کې دي.

هغه زياته کړې، د چين د شانګهاى سرمشريزې غونډې په جوړېدو سره به افغانستان او چين د مشرانو په کتنه کې  د سياسي او اقتصادي مسئلو او د سيمه ييزو همکاريو په باب غور او خبرې وشي .

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د مشرانو دغه غونډه او کتنه به له ښو لاسته راوړنو سره يو ځاى وي .

سرور دانش په افغان سوله کې د چين رول مهم وباله او ويې ويل، که چيرې د چين او افغانستان د نورو نړيوالو همکارانو هڅه او هاند د سراسري سولې او ثبات سبب شي، نو د سيمې هېوادونو په کچه به ستر بدلون رامنځته شي .

د چين سفير ليوجينسونګ، د ملي وحدت له حکومت سره د چين د دولت د ملاتړ اعلانولو په ترڅ کې په سياسي، اقتصادي، امنيتي او فرهنګي برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابلو همکاريو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .

ده د افغانستان له دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې له بهيره د چين د دولت د ملاتړ او دغه راز د روان کال د ټاکنو ترسره کولو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د چين دولت د يوه کمربند يوه لاره له طرحې سره د ملي وحدت د حکومت د مشرتابه هيئت د ملاتړ هرکلى کوي .

هغه زياته کړه، د چين دولت په دې هڅه کې دى چې په سولې د لاسبري په مقصد د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه د افغانستان، پاکستان او چين تر منځ درې اړخيزه غونډه په کابل کې جوړه شي او د دغو هېوادونو ت رمنځ دمتقابلو همکاريو کچه لوړه شي .

د چين سفير په افغانستان کې د چين د خصوصي برخې پانګونې پر وړاندې نا امنۍ اساسي خنډ وباله او ويې ويل ، که چيرې امنيتي شرايط ښه والي ومومي دچين خصوصي سکتور په افغانستان کې پانګونې ته ډېر لېواله دى.

login or register a new account.