ژبه

ناټو: افغان ځواکونو د طالبانو د ستراتېژيکو هدفونو ترلاسه کولو مخه نيولې

کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٧) : د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې افغان ځواکونو د طالبانو د ستراتېژيکو اهدافو په مخنيوي کې بريالي شوي دي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د غبرګولي په ١٦مه،د سازمان او متحدينو ددفاع وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې په يوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه په دې غونډه کې د راتلونکې دوه ورځنۍ غونډې د اجنډا په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کنفرانس په دويمه ورځ به دافغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره شي.

سټولټنبرګ وويل،د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کې به تر ٢٠٢٠ زېږديز کال وروسته تر ٢٠٢٤ کاله پورې د افغان ځواکونو پر مالي ملاتړ خبرې کوي.

دغه راز نوموړي زياته کړه،په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت کې د ٣٠٠٠ نورو روزونکو پر لېږدلو به هم بحث وشي.

خو سرمنشي وويل،په دې اړه به وروستۍ پرېکړې راتلونکې مياشت د ناټو سازمان په سرمشريزه غونډه کې وشي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبان به هېڅکله د جګړې په ډګر کې بريالي نه شي.

د نوموړي په وينا، د ناټو له خوا د افغان ځواکونو له روزنې څخه وسله والو طالبانو ته پيغام ورکول دي چې دوى اوس ښه پياوړي شوي او خپل دښمن ته ماتې ورکړي.

سټولټنبرګ وايي،افغان ځواکونو د طالبانو مخه نيولې، څو هغوى خپلو ستراتېژيکو هدفونو ته ورسېږي.

ده زياته کړه، په روان جګړه ييز موسم کې هغوى ډېره هڅه وکړه چې کوم ولايت يا لوى ښارونه ونيسي، خو په دې کار کې ناکام شول.

د ناټو سرمنشي  طالبانو ته د افغانستان د ولسمشر د سولې د وړانديز هرکلى وکړ او په ډاګه يې کړه چې طالبان له سولې پرته بله لاره نه لري.

هغه له افغان حکومت څخه وغوښتل چې اصلاحات راولي او د فساد پر ضد ځانګړې مبارزې ته ادامه ورکړي .

login or register a new account.

ورته موضوع