ژبه

امریکا او ناټو به له طالبانو سره د ولسمشر غني د اوربند اعلان عملي کوی

واشنګټن (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۷) امریکا دولسمشر غني لخوا داوربند داعلان د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې امریکایي او ناټو ځواکونه به دا عملي کوي.
دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ولسمشر غني داوربند داعلان په غبرګون کې ویلي، چې دا دسولې لپاره یو ښه اقدام دی.
هغه زیاته کړې، چې امریکایي او ناټو ځواکونه به له طالبانو سره دولسمشر غني داوربند اعلان عملي کوی، خو دداعش او القاعدې پر ضد به عملیاتو ته ادامه ورکوي.
د نوموړي امریکا او نړیوال متحدین یې اوس طالبانو ته ګوري، چې هغوی اوربند ته کوم ډول ځواب ورکوي .

هغه له طالبانو غوښتي دي، چې د اوربندکولو سره افغانانو ته فرصت وکړي، چې داختر خوښۍ په ښه توګه ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دافغان حکومت لخوا داوربند اعلان سولې سره ددوي ملي او مذهبي ژمنتیا په ډاګه کوي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوی قوماندان جنرال نیکولسن  او د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ هم د ولسمشر د اوربند داعلان هرکلی کړی دی.

login or register a new account.